کابل کې د غره ښویېدو له وېرې اړوندو ادارو ته د چمتووالي سپارښتنه شوې

د کابل اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند چهل‌ستون سیمه کې د غره ښویېدو په تړاو، د کابل والي په لارښوونه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې شوې دي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې وضعیت له نږدې وڅاري، د سیمې اوسېدونکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او د احتمالي زیانونو مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

همداراز اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د غره ښویېدو لاملونه او احتمالي خطرونه هر اړخیز وارزوي او د اړتیا په صورت کې د خلکو خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

دا اقدام وروسته له هغې شوی چې تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې د چهل‌ستون غونډۍ پر سر، د منار ترڅنګ د ځمکې درز څرګندېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا