کابل کې د مسلکي غلو اته کسیز بانډ نیول شوی

د کابل امنیې قوماندانۍ اړوند د دیارلسمې حوزې امنیتي ځواکونو د مسلکي غلو یو بانډ نیولی دی.

د یادې قوماندانۍ د دیارلسمې حوزې امر شمس‌الله حماد وایي، په دې عملیاتو کې اته تنه مظنونین نیول شوي چې د همدې حوزې په بېلابېلو سیمو کې یې غلاوې کولې.

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د جرمونو د مخنیوي په برخه کې یې مؤثر عملیات ترسره کړي دي.

د ښاغلي حماد په وینا، له نیول شویو کسانو سره دوه میله وسلې او یو شمېر غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي دي.

امنیتي ځواکونو ویلي، د یادو کسانو د دوسیو د لا څېړنې لپاره لازم اقدامات روان دي او د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا