کابل کې د وروستۍ چاودنې په اړه د غبرګونونو دوام؛ امریکا څېړنې کوي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې ښوونځي ته څېرمه له شوې چاودنې خبر دی او په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، امریکا له پېښې خبره شوې او د څرنګوالي په اړه یې معلومات راټولوي. چاودنه د تېرې اوونۍ دوشنبې په ورځ شوې وه چې شاوخوا ۴۲ ماشومان پکې ټپیان شوي وو.
تر دې وړاندې سعودي عربستان، قطر، سوریې، ملګرو ملتونو او د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمانونو هم دغه پېښه غندلې وه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) هم د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او د موضوع د روښانه کېدو لپاره یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

