کازانجي: د داعش خراسان تبلیغاتي فعالیتونه له بلوچستانه اداره کېدل

د ترکیې یوې ورځپاڼې راپور ورکړی چې احمد کازانجي، چې د ترکیې د ملي استخباراتو له لوري نیول شوی، اعتراف کړی چې د داعش خراسان لپاره یې د پاکستان د بلوچستان په غرنیو سیمو کې رسنیز فعالیتونه ترسره کول.

د راپور له مخې، نوموړی په ۲۰۲۴ کال کې د ایران له لارې پاکستان ته تللی او هلته یې د داعش خراسان له رسنیزې څانګې سره یوځای کار پیل کړی و. هغه ویلي چې په وسله‌والو فعالیتونو کې یې برخه نه لرله او یوازې د ترکي ژبې تبلیغاتي مواد یې چمتو کول.

سرچینه زیاتوي چې احمد کازانجي وروسته د ترکیې د ملي استخباراتو له خوا ونیول شو او تر نیول کېدو وروسته زندان ته ولېږدول شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا