کاسا-۱۰۰۰ پروژه افغانستان ته هر کال ۶۰ میلیونه ډالر عواید برابروي

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې د کاسا-۱۰۰۰ سترې برېښنايي پروژې چارې د هېواد دننه په درېیو فازونو کې په چټکۍ روانې دي.
د یاد شرکت په وینا، دا پروژه د مرکزي اسیا برېښنا د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته لېږدوي او د سیمهییز اتصال له مهمو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي.
سرچینه زیاتوي چې افغانستان به د دې پروژې د برېښنا د ترانزیټ له درکه هر کال شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي، چې د هېواد اقتصادي ودې او عوایدو په زیاتوالي کې به مهم رول ولري.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، کاسا-۱۰۰۰ پروژه به د سیمې د هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ لا پیاوړې کړي، د انرژۍ د لېږد زمینه به پراخه کړي او د سیمهییز ثبات او پرمختګ لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

