کاپیسا کې د دوو کورنیو اته کلنه دښمني د منځګړیتوب له لارې پای ته ورسېده

د کورنیو چارو وزارت وایي، په کاپیسا ولایت کې د سیمهییزو مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني پای ته رسېدلې ده.
دغه وزارت په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، د یادې دښمنۍ په حل کې د کاپیسا ولایت مقام مرستیال اسدالله سنان، د دغه ولایت استیناف محکمې رئیس عزیزالرحمن، علماوو او قومي مشرانو منځګړیتوب کړی او دواړو کورنیو یو بل بښلي دي.
د وزارت په وینا، یاده دښمني د تېرو اختلافاتو له امله رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې یې یو کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
کورنیو چارو وزارت ویلي، د دښمنۍ پای ته رسولو په مراسمو کې مسوولینو دغه اقدام د سولې ټینګښت او د خبرو او تفاهم له لارې د شخړو حل لپاره اغېزناک ګام بللی دی.
مسوولینو همداراز د اختلافاتو د هواري، ټولنیز یووالي او ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره د ورته هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې لسګونه ورته دښمنۍ د منځګړیتوب له لارې په دوستۍ بدلې شوې دي.

