کاپیسا کې د یوې کورنۍ څلور غړي په ډزو وژل شوي

تېره شپه د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څلور غړي، چې درې ښځې او یو ماشوم پکې شامل دي، په ډزو وژل شوي دي.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، پېښه شاوخوا دوه بجې د ببرخواجه کلي کې شوې او بریدګر له سیمې تښتېدلی دی.
د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
مسوولین د پېښې احتمالي لامل کورنۍ دښمني بولي، خو د پېښې اصلي علت لا په رسمي ډول نه دی روښانه شوی.

