کرزی: اوسنی حکومت او مخالفان یې ټول افغانان دي؛ باید په ګډه شخړه پای ته ورسوو

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، له اسلامي امارت له ځینو مشرانو سره لا هم خبرې کوي او باور لري چې د افغانستان روانو ستونزو ته د حل لاره د افغانانو ترمنځ خبرې، ګډ تفاهم او همکاري ده.
کرزي دا څرګندونې له بلومبرګ سره په مرکه کې کړې دي.
هغه ویلي، طالبان او مخالف لوري یې ټول افغانان دي او باید په ګډه د هېواد ستونزې حل او د اوږدې شخړې پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې له کابل څخه د وتلو وړاندیزونه ورته شوي وو، خو ده پرېکړه وکړه چې په هېواد کې پاتې شي.
کرزي زیاته کړې: «دا زموږ کور او هېواد دی؛ کله چې حالات ستونزمن شي، انسان خپل کور نه پرېږدي، بلکې باید پاتې شي او د وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅه وکړي.»
هغه د ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان په اړه ویلي، نړیوالو مرستو، بیارغونې او اقتصادي ملاتړ د افغانانو پر ژوند مثبت اغېز کړی، خو د هغه په وینا، د جګړې دوام او پوځي عملیات د ده له اندېښنو څخه وو.
کرزي د بن کنفرانس په اړه ویلي، هغه مهال باید اسلامي امارت هم په سیاسي بهیر کې شامل شوی وای، ځکه د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو ترمنځ د خبرو او ګډ کار له لارې جوړ شوی وای.
د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې، کرزي ویلي چې اسلامي امارت عملاً واکمنه اداره ده او هېوادونه باید د بشري مرستو د رسولو لپاره له افغان حکومت سره تعامل وکړي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د نجونو زدهکړې او د ښځو د کار زمینه باید برابره شي.
کرزي ویلي، له ځینو طالب مشرانو سره یې په دې اړه خبرې کړې او هغه کسان چې ورسره لیدل کوي، د نجونو له زدهکړې او د ښځو له کار سره موافق دي؛ خو نوموړي ویلي، نه پوهېږي چې هغوی په دې برخه کې څومره واک لري.
هغه د خپلو ماشومانو د زدهکړې په اړه ویلي، د یوه پلار په توګه غواړي خپلو اولادونو ته غوره زدهکړه برابره کړي، خو د افغانستان د یوه وګړي په توګه هم ځان مسوول ګڼي چې په هېواد کې د نجونو د زدهکړې زمینه برابره شي.
نوموړي ټینګار کړی: «زه به هېڅکله له دې حقه لاس وانخلم.»
کرزي ویلي، نه غواړي بېرته د افغانستان په حکومت کې رسمي دنده واخلي، ځکه د ده په وینا، خپله دوره یې تېره کړې او هېواد ته یې تر خپلې وسې خدمت کړی دی.
هغه د خپلې واکمنۍ مهمې لاسته راوړنې د هلکانو او نجونو لپاره د زدهکړې پراختیا، بیارغونه او د ملي یووالي پیاوړتیا بللې، خو د سولې په راوستلو کې پاتې راتلل یې خپله تر ټولو ستره نیمګړتیا او شخصي ناکامي ګڼلې ده.
سره له دې، کرزی د افغانستان راتلونکي ته هیلهمن دی او وایي، هېواد د اوږد تاریخ، بډایه کلتور او ژورو تاریخي ریښو له امله د پرمختګ وړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي لپاره باید ټول افغانان، پرته له سیاسي اختلافاتو، په ګډه د تفاهم او همکارۍ لاره خپله کړي.

