کریم خرم وايي پاکستاني چارواکي په «اسرائیلډوله» سیاستونو خپل ولس ته تاریخي دښمني ګټي

کریم خرم، د افغانستان د پخواني ولسمشر د دفتر رئیس، پر کونړ او هلمند د پاکستاني هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان چارواکي په خپلو دغو سیاستونو سره خپل ولس ته تاریخي دښمني او نه جبرانېدونکي زیانونه رامنځته کوي.
خرم په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، افغانان به د پاکستان تکراري بمبارۍ وغندي او د خپلو وژل شویو هېوادوالو پر مړینه به خواشیني څرګنده کړي، خو د نوموړي په وینا، د پاکستان چارواکي په خپلو «اسرائیلډوله» سیاستونو سره خپل ولس ته تاریخي دښمني ګټي او نه جبرانېدونکی زیان ور اړوي.
هغه ادعا کړې چې پاکستان په سیمه کې ترهګري رامنځته کړې او روزلې ده.

