کندهار کې محتسبینو ۹ کوډګر نیولي

د کندهار د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست خبر ورکړی چې محتسبینو یې د دې ولایت په مرکز ښار کې ۹ تنه هغه کوډګر نیولي چې په تېرو کلونو کې یې غیرشرعي دمونه کول او له خلکو څخه یې پیسې اخیستې.
د یاد ریاست مسوولین وایي، نیول شوو کسانو په بېلابېلو حوزو کې غیرقانوني او غیرشرعي کړنې ترسره کولې، چې له نیول کېدو وروسته یې پر خپلو اعمالو اعتراف کړی دی.
د سرچینې په وینا، له دغو کسانو څخه یو شمېر نغدې پیسې، مالونه او پسونه هم ترلاسه شوي چې خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.
د مسوولینو په خبره، نیول شوي کسان د شرعي پرېکړې لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
بلخوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د محتسبینو د دغو اقداماتو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې د کوډګرو او نورو غیرقانوني کړنو د مخنیوي لپاره دې هڅې لا زیاتې شي.





