کونړ کې د پاکستاني الوتکو برید؛ ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴ ټپیان دي

د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ په پتڼ کلي کې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د پاکستاني جېټ الوتکو په هوايي برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د اوسېدونکو په خبره، برید نن سهار شاوخوا ۳ بجې او ۳۳ دقیقې د نوراحمد ملنګ پر کور شوی دی.

د دوی په وینا، په برید کې نوراحمد ملنګ، نصرین د باران خان زوی او سادیه د نوراحمد لور وژل شوي دي.

همداراز، پېژاند، مبین احمد، صاحبه او حسین ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په برید کې د یوه ملکي کور غړي په نښه شوي دي.

د مرګ‌ژوبلې او برید په اړه د پاکستاني چارواکو رسمي څرګندونې تر اوسه نه دي خپرې شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا