کی‌یف کې د روسیې هوايي بریدونو درې کسان وژلي او درې ټپیان کړي

د اوکرایني چارواکو په وینا، د روسیې په هوايي بریدونو کې د کی‌یف سیمې درې کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د کی‌یف سیمه‌ییزې ادارې مشر تیمور تکاچینکو ویلي، روسي بریدونه د پلازمېنې کی‌یف شاوخوا د بوریسپیل ولسوالۍ په درېیو سیمو کې ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې، د کی‌یف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې له هوايي بریدونو وروسته د ښار په دوو برخو کې اورونه لګېدلي دي.

راپورونه ښيي چې اوکراین د هغو هوايي دفاعي سیستمونو له کمښت سره مخ دی چې د بالستیک توغندیو د شنډولو وړتیا لري.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې پر اوکراین پراخ پوځي عملیات پیل کړي او تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا