یوناما: ملي موزیم د افغانستان د تاریخي میراث مهمه نښه ده

د موزیمونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د افغانستان ملي موزیم ته ځانګړې پاملرنه کړې او دا یې د هېواد د تاریخي او کلتوري میراث یوه مهمه نښه بللې ده.
یوناما وایي، د کابل ملي موزیم د نړۍ له بډایه موزیمونو څخه ګڼل کېږي چې پکې د افغانستان د تاریخ مخکې، کلاسیک، بودايي او اسلامي دورو بېلابېل آثار ساتل شوي دي. په یادو شویو آثارو کې زیاتره هغه دي چې په خپله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې موندل شوي دي.
یوناما زیاتوي، که څه هم د لسیزو جګړو پر مهال د موزیم ګڼ شمېر آثار چور شوي، زیانمن شوي او یا له منځه تللي دي، خو د کابل موزیم کارکوونکي لا هم هڅې کوي څو پاتې آثار خوندي کړي، ورغوي او د افغانستان د کلتوري میراث د ساتنې لپاره یې بېرته راټول کړي.
په پیغام کې ټینګار شوی چې دغه آثار د افغانستان د بډایه تاریخ، تمدن او فرهنګي هویت ژوندۍ کیسې بیانوي او د راتلونکو نسلونو لپاره د ساتنې ځانګړی ارزښت لري.





