یو شمېر هېوادونه به نن د لمر تندر نیولو شاهدان وي

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې به نن، چهارشنبه د زمري ۲۱مه، د ۲۰۲۶ کال بشپړ لمریز کسوف ولیدل شي.
دا نادره اسماني پدیده به د اګست پر ۱۲مه رامنځته شي او د ګرینلنډ، ایسلنډ، د هسپانیې شمالي برخو او د پرتګال شمال ختیځ کې به په بشپړ ډول ولیدل شي.
د کسوف پر مهال به سپوږمۍ د څو دقیقو لپاره لمر په بشپړه توګه پټ کړي او د ورځې په منځ کې به د لنډ وخت لپاره اسمان تیاره شي.
د اروپا په ګڼو سیمو کې به میلیونونه کسان د دې پدیدې جزوي بڼه هم وویني.
په نیویارک کې به د لمر شاوخوا ۹ سلنه برخه پټه شي، په داسې حال کې چې په کاناډا کې به نږدې ۵۳ سلنه لمر د سپوږمۍ تر سیوري لاندې راشي.
په ګرینلنډ کې به دا کچه ۷۹ سلنې، په ناروې او جرمني کې له ۸۰ سلنې، لندن کې ۹۱ سلنې او پاریس او مراکش کې ۹۲ سلنې ته ورسېږي.
افغانستان، پاکستان، هند، چین، ایران او سریلانکا کې به دا کسوف ونه لیدل شي، ځکه د کسوف پر مهال به په دغو هېوادونو کې شپه وي.
د ستورپوهنیزو محاسبو له مخې، په افغانستان کې به کسوف د شپې ۹:۰۴ بجې پیل، ۱۰:۲۸ بجې به بشپړ پړاو ته ورسېږي او تر ۱۲:۰۴ بجو پورې به دوام وکړي.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې د کسوف پر مهال باید لمر ته په مستقیم ډول ونه کتل شي؛ ځکه د سترګو لید ته جدي زیان رسولی شي. د خوندي نندارې لپاره باید ځانګړې کسوفلیدونکې عینکې وکارول شي.
یوازې د بشپړ کسوف په لنډ پړاو کې، کله چې سپوږمۍ لمر په بشپړه توګه پټ کړي، له محافظتي وسایلو پرته ورته کتل خوندي دي.
راتلونکی بشپړ لمریز کسوف به د ۲۰۲۷ کال د اګست پر ۲مه رامنځته شي. تمه ده دغه کسوف د شمالي افریقا په پراخو سیمو کې ولیدل شي او له ۱۹۹۱ کال وروسته به پر ځمکه تر ټولو اوږد بشپړ لمریز کسوف وي.

