یو چینایي وګړی د اسلام مبارک دین ته مشرف شو

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ویلي، یو چینایي وګړی چې «لي نام» نومېده، د اسلام له عقایدو او ښوونو تر بلدتیا وروسته په خپله خوښه او بشپړ رضایت سره پر اسلام مشرف شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کس د کلمې شهادت ادا کولو لپاره وزارت ته ورغلی و او هلته یې د مسؤلینو په حضور کې د دیني ځایونو د عرفان او انسجام مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت مخې ته کلمه شهادت ویلې ده.

سرچینه زیاتوي چې له مسلمانېدو وروسته نوموړي ته «محمد ایوب» نوم غوره شوی دی. نوموړي ویلي، د اسلام د عقایدو او تعلیماتو له مطالعې وروسته یې دا دین په بشپړ باور منلی او اسلام د سولې، عدالت او انساني کرامت دین بولي.

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت ویلي چې نوي مسلمان شوي کس ته د اسلامي عقایدو، عبادتونو او اخلاقي ارزښتونو په اړه لازمې لارښوونې هم شوې دي.

یاد وزارت د نوموړي پر اسلام مشرف کېدو خوښي څرګنده کړې او هغه ته یې د ایمان پر لاره د ثبات او بریا دعا کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا