۱۸۰ کسیز ایراني سوداګریز پلاوی کابل ته ورسېد

د ایران یو سوداګریز پلاوی، چې مشري یې د ایران او افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې رئیس محمود سیادت کوي او شاوخوا ۱۸۰ سوداګر، پانګه‌وال او اقتصادي فعالان یې غړیتوب لري، کابل ته رسېدلی دی.

د افغانستان او ایران ګډې سوداګرۍ خونې ویلي، د دغه پلاوي هرکلی د خونې رئیس الحاج کمال‌الدین توحید کړی دی.

ټاکل شوې، ایراني سوداګریز پلاوی به کابل کې د خپل حضور پر مهال د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره هم لیدنې ولري.

د معلوماتو له مخې، په دغو لیدنو کې به د سوداګریزو اړیکو پراختیا، ګډې پانګونې او د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتېدو خبرې وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا