کالیفورنیا کې افغانان: د پاکستان بریدونه جنګي جرم دی

د امریکا کالیفورنیا ایالت کې مېشت یو شمېر افغانانو ویلي، پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه چې له امله یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله او بېکوري اوښتې، د نړیوالو اصولو خلاف او جنګي جرم دی.
یادو افغانانو له یوې راټولېدنې وروسته په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، افغانستان له لسیزو راهیسې د پاکستان له لوري تر فشار او یرغل لاندې دی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې دا وضعیت په رسمیت وپېژني.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، د پاکستان بریدونه د سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښوي او نړیواله ټولنه باید په دې اړه روښانه دریځ خپل کړي.





