پزشکیان: دا خیال دی چې ایران دې په زور تسلیم شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، دا «یو خیال» دی چې ایران دې د زور له لارې تسلیمۍ ته اړ ایستل شي.
نوموړي پر خپل اېکسپاڼه لیکلي چې ایران خپله هره ژمنه پوره کړې او د جګړې د مخنیوي لپاره یې ټولې لارې ازمایلي دي.
د هغه په وینا، تهران د خبرو اترو دروازې پرانیستې ساتلې دي.
پزشکیان زیاته کړې چې «دا ځانغولونه ده» چې څوک فکر وکړي ایران به د فشار او ګواښ له لارې تسلیم شي، او ټینګار یې کړی چې په ډیپلوماسۍ کې د متقابل درناوي اصل تر جګړې ډېر خوندي او معقول لوری دی.
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د خبرو د پرمختګ یادونه کړې او ګواښ یې کړی که هوکړه ونه شي، نورې احتمالي کړنې به هم ترسره شي.

