امریکا د اقامت د وضعیت بدلون لپاره نوې محدودیتونه اعلان کړل

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) اعلان کړی چې له دې وروسته به د اقامت د وضعیت بدلون یا «Adjustment of Status» غوښتنې یوازې په استثنايي مواردو کې ومنل شي.
د نوې پالیسۍ له مخې، هغه کسان چې په لنډمهالو ویزو امریکا ته داخل شوي او غواړي دایمي اقامت یا ګرینکارټ ترلاسه کړي، اړ دي خپل هېواد ته بېرته ستانه شي او هلته د امریکا سفارت یا د بهرنیو چارو وزارت له لارې خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
یادې ادارې ویلي، دغه پرېکړه د کډوالۍ د قوانینو د اصلي موخې د پلي کولو، د ویزو د ناسم استعمال د مخنیوي او په امریکا کې د ناقانونه پاتې کېدو د کمولو لپاره شوې ده.
کارپوهان باور لري چې نوې تګلاره به د زرګونو هغو کسانو پر وضعیت اغېز وکړي چې په موقتي ویزو امریکا ته تللي او هلته یې د دایمي اقامت د ترلاسه کولو هیله لرله.

