چین کې د ډبرو سکرو په کان کې چاودنه؛ ۹۰ کسان وژل شوي

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تېره شپه (جمعه) د شمالي شانشي ولایت په یوه ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د پېښې پر مهال د کان کیندنې ۲۴۷ کارکوونکي تر ځمکې لاندې په کار بوخت وو چې چاودنه رامنځته شوې ده.
چارواکو ویلي، د ژغورنې عملیات په سیمه کې روان دي او هڅه کېږي پاتې کارکوونکي ژغورل شي، خو د ځاني تلفاتو د زیاتېدو وېره هم شته.
همداراز د پېښې د علت په اړه څېړنې پیل شوې دي او تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

