د امریکا د ملي استخباراتو مشرې استعفا وکړه

تولسي ګابارډ، چې د امریکا د ملي استخباراتو مشره وه، د جمعې په ورځ یې په رسمي ډول خپله استعفا اعلان کړه.

۴۵ کلنې ګابارډ په خپل استعفا لیک کې ویلي، د خپلې مېرمنې د نادر هډوکو سرطان د تشخیص له امله اړ شوې چې له دندې لاس واخلي، څو د درملنې پر مهال یې ترڅنګ پاتې شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوموړې د کار ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ګابارډ د خپلې دندې پر مهال مهم خدمات ترسره کړي دي.

راپورونه ښيي، ګابارډ په وروستیو میاشتو کې د ایران اړوند ځینو موضوعاتو کې د ټرمپ ادارې له دریځونو سره اختلاف درلود او د مهمو پرېکړو له بهیره تر یوه حده لېرې ساتل شوې وه.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د اعلان له مخې، د ګابارډ مرستیال آرون لوکاس د سرپرست مشر په توګه ټاکل شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا