پر ایران د امریکا تازه بریدونه؛ ایران د امریکايي کښتیو په نښه کولو سره غبرګون ښودلی

تېره شپه د راپورونو له مخې د امریکا له لوري پر ایران هوايي بریدونه شوي، او په مقابل کې د ایران له لوري د هرمز تنګي تر څېرمه د امریکا یو شمېر اهداف په نښه شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې پر ایران ترسره شوي تازه بریدونه د ډونالډ ټرمپ په امر د وروستیو پېښو په غبرګون کې شوي دي.

په ورته مهال، ایراني چارواکو هم تایید کړې چې د امریکا له لوري په ځینو سیمو کې بریدونه شوي دي، او د ایران دفاعي ځواکونو د خپلو ملي ګټو د ساتنې په موخه مناسب غبرګون ښودلی دی.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې واشنګټن به د خپلو ځواکونو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي، او د مذاکراتو د ناکامۍ پړه یې د امریکا له لوري پر ایران اچولې وه.

بلخوا ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران دفاعي ځواکونو د امریکا د بریدونو په غبرګون کې په سیمه کې د ځینو امریکایي حضور لرونکو اهدافو پر ضد عملیات ترسره کړي دي.

ایراني چارواکو ټینګار کړی چې د هېواد د ملي حاکمیت او امنیت د دفاع لپاره به هر ډول لازم اقدامات دوام ولري.

تر اوسه د دواړو لورو له خوا د تلفاتو او زیانونو په اړه کره او وروستي جزئیات نه دي خپاره شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا