دیپلوماسۍ ته بیا خیانت؛ امریکا د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه ولګول

د مهر خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د خپلو اقداماتو په دوام نوي بندیزونه اعلان کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه امریکایي اداره، سره له دې چې د ډیپلوماسۍ د لارې د تعقیب ادعا کوي، یو ځل بیا د بندیزونو له وسیلې څخه کار اخیستی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) ۹ کسان او بنسټونه د دې په تور د بندیزونو په لېست کې شامل کړي چې د ایران اسلامي جمهوریت د دفاعي او امنیتي شبکو له ځینو برخو سره د همکارۍ په بهیر کې رول لري.

د اعلامیې له مخې، په چین او هانګ کانګ کې یو شمېر شرکتونه او په هانګ کانګ کې یو مالي بنسټ هم د دغو بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.

همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت او بلاروس یو شمېر نور بنسټونه او اشخاص هم په دې لېست کې ځای پر ځای شوي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د تحلیلګرو په باور، د بندیزونو دا ډول اقدامات تر ډېره په اقتصادي او معیشتي برخو اغېز لري او د خلکو پر ورځني ژوند فشار زیاتوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا