قالیباف: تاسو به یو متفاوت ایران ووینئ

د ایران د اسلامي شورا رئیس محمد باقر قالیباف په خپل شخصي اېکس حساب کې په انګلیسي ژبه یو پیغام خپور کړی چې پکې یې د ناسمې تګلارې او بېپرېکړې سیاستونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي چې ناسمې ستراتیژۍ او بېفکره پرېکړې د وضعیت صحنه په فاجعهیي ډول بېرته صفر ته راولي، د انرژۍ بنسټونه او بازارونه له جدي ګواښونو سره مخ کوي او داسې حالت رامنځته کوي چې کلونه یې اغېزې پاتې کېږي.
قالیباف په خپل پیغام کې زیاته کړې چې د فشار او ناسم سیاست دوام کولی شي د سیمې او اقتصاد پر ثبات منفي اغېزې ولري او وضعیت له لا زیاتې ترینګلتیا سره مخ کړي.
نوموړي په پای کې ټینګار کړی چې د دغه ډول کړنو پر ځای باید د عقلانیت، ثبات او متوازن چلند لاره غوره شي، څو له موجودو ستونزو د وتلو زمینه برابره شي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د همکارۍ پر بنسټ پر مخ ولاړې شي.

