ایلان ماسک د نړۍ د لومړي ټریلیونر کېدو درشل ته رسېدلی

د ټکنالوژۍ مشهور سوداګر ایلان ماسک د نړۍ د لومړي ټریلیونر کېدو درشل ته نږدې شوی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړی له دې وړاندې هم د سلګونو میلیارده ډالرو شتمنۍ په لرلو سره د نړۍ تر ټولو شتمن کس بلل کېده، خو د فضايي ټکنالوژۍ په یوه ستر شرکت کې د هغه د ونډو ارزښت د پام وړ لوړ شوی او ښايي د نوموړي ټوله شتمني له یو ټریلیون ډالرو واوړي.
ویل کېږي چې د یاد شرکت د ونډو د ارزښت له زیاتېدو سره د ایلان ماسک د پانګونې ارزښت هم په بېساري ډول لوړ شوی دی. اقتصادي شنونکي اټکل کوي چې که د شرکت مالي وده او د بازار وضعیت همداسې دوام وکړي، نوموړی به د نړۍ په تاریخ کې لومړنی کس شي چې شتمني یې یو ټریلیون ډالرو ته رسېږي.
کارپوهان باور لري چې د نوې ټکنالوژۍ، فضايي صنعت او نورو ستراتیژیکو برخو کې د پانګونې پراختیا د ایلان ماسک د شتمنۍ د چټک زیاتوالي مهم لاملونه بلل کېږي.

