څېړنه: آیا د ماشومانو وهل د روزنې اغېزمنه لاره ده؟

یوه نوې څېړنه ښيي چې د ماشومانو فزیکي تنبیه، په ځانګړي ډول څپېړه ورکول، نه یوازې دا چې د روزنې لپاره اغېزمنه لاره نه ده، بلکې د هغوی پر زدهکړو، رواني ودې او راتلونکي چلند هم منفي اغېزې لرلای شي.
د لندن پوهنتون کالج څېړونکو د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۲ کلونو ترمنځ د زېږېدلو ۱۹ زره ماشومانو وضعیت څېړلی او موندلې یې ده چې فزیکي سزا د ماشومانو لپاره هېڅ څرګنده ګټه نه لري. د څېړنې له مخې، دا ډول چلند د تعلیمي لاسته راوړنو د کمېدو او په ځوانۍ کې د ځینو خطرناکو چلندونو د رامنځته کېدو احتمال زیاتوي.
څېړونکو له انګلستان او شمالي ایرلنډ څخه هم غوښتي چې د ماشومانو فزیکي تنبیه بنده کړي، لکه څنګه چې دا چاره مخکې په سکاټلنډ او وېلز کې منع شوې ده.
خو پوښتنه دا ده؛ که وهل او سخت چلند ګټه نه لري، نو له ماشومانو سره باید څنګه چلند وشي؟ کارپوهان وايي، مینه، حوصله، سمه لارښوونه او رغنده خبرې اترې هغه لارې دي چې د ماشومانو په سالمه روزنه او ښه شخصیت جوړونه کې اغېزمن رول لوبوي.

