یوناما د مور ورځې په مناسبت د افغان میندو قربانۍ او رول وستایه

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د مور ورځې په مناسبت د افغان میندو د رول او قربانیو ستاینه کړې او د هغوی د نه ستړې کېدونکو هڅو درناوی یې کړی دی.

یوناما په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغان میندې د خپلو کورنیو، ټولنو او هېواد د راتلونکې په جوړولو کې مهم او ارزښتناک رول لري او د هغوی بې‌قیده مینه، زغم او قربانۍ د درناوي وړ دي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د سولې، ثبات او سوکالۍ په ټینګښت کې د میندو ونډه نه هېرېدونکې ده او باید د هغوی هڅې او خدمتونه وستایل شي.

یوناما د مور ورځې په مناسبت ټولو افغان میندو ته مبارکي ویلې او د هغوی د خدمتونو، قربانیو او ارزښتمن رول قدرداني یې کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا