شهباز شریف: د ډیورنډ کرښې پر اوږدو اغزن تار د پاکستان د امنیت لپاره مهم ګام دی

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار او امنیتي تاسیساتو د جوړولو ملاتړ کړی او دا یې د هېواد د امنیت د ټینګښت لپاره مهم ګام بللی دی.
نوموړي پرون د پاکستان پارلمان ته په وینا کې ویلي چې که د دې اقداماتو په پایله کې د یو انسان ژوند هم ژغورل کېږي، نو د میلیاردونو روپیو لګښت یې توجیه لري.
د راپورونو له مخې، پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر ډېره د اغزن تار د لګولو او نورو امنیتي تاسیساتو چارې بشپړې کړې دي.
په ځینو سیمو کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پولهساتو ترمنځ د نښتو پر مهال دا اغزن سیمونه لېرې شوي هم دي.
شهباز شریف که څه هم د افغانستان نوم په مستقیم ډول نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې د پاکستان په اکثرو ناامنیو کې هغه وسلهوالې ډلې ښکېلې دي چې د ده په وینا له بهره تمویلېږي او رهبري کېږي.
پاکستان تور لګوي چې د ټي ټي پي او نورې وسلهوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو اسلامي امارت دا ډول ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان له خاورې هیچا ته د نورو هېوادونو پر ضد د کارولو اجازه نه ورکوي.

