ټرمپ: له ایران سره د شوې هوکړې متن به «کلمه په کلمه» ولس ته ولولم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له د ایران اسلامي جمهوریت سره د لاسلیک شوې هوکړې بشپړ متن به په یوه خبري غونډه کې «کلمه په کلمه» ولولي، څو رسنۍ وکولای شي هغه په دقیق او بشپړ ډول خپور کړي.
ټرمپ د دغې هوکړې په اړه د خپلو څرګندونو پر مهال ادعا کړې چې دا توافق د پخوانیو امریکایي سیاستونو په پرتله توپیر لري او د سیمې د امنیت او ثبات په تړاو ځانګړي موارد پکې شامل دي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې جزییات لا هم د نړیوالو رسنیو او سیاسي کړیو د پام وړ موضوع بلل کېږي. د ګڼو شنونکو په باور، د ایران اسلامي جمهوریت ټینګ او ثابت دریځ، د خپلواک سیاست دوام او د ملي ګټو دفاع هغه عوامل دي چې د وروستیو سیاسي پرمختګونو په رامنځته کېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
په ورته وخت کې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو د خبرو اترو، تفاهم او ډیپلوماټیکو لارو چارو ملاتړ کړی او هیله یې څرګنده کړې چې روان سیاسي تعاملات د سیمهییز ثبات، اقتصادي همکاریو او د کړکېچونو د کمېدو لامل شي.
د یادونې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د وروستۍ هوکړې په اړه نړیواله پاملرنه زیاته شوې او تمه کېږي چې د رسمي جزییاتو له خپرېدو وروسته به د هغې پر بېلابېلو اړخونو پراخ بحثونه وشي.

