د لبنان په سوېل کې چاودنه؛ یو اسرائیلی سرتېری وژل شوی او اووه نور ټپیان دي

د اسرائیلي پوځ د معلوماتو له مخې، د لبنان په سوېل کې د یوې چاودنې له امله یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او اووه نور سرتېري، چې پکې یو شمېر لوړپوړي افسران هم شامل دي، ټپیان شوي دي.
راپورونه ښيي چې پېښه د لیتاني سیند په شاوخوا سیمه کې رامنځته شوې، هغه مهال چې اسرائیلي ځواکونه په سیمه کې پر عملیاتو بوخت وو.
د اسرائیلي پوځ په وینا، وژل شوی سرتېری ۲۹ کلن الکساندر فیلین نومېده او د احتیاطي ځواکونو غړی و.
له پېښې وروسته اسرائیلي پوځ ویلي چې د لبنان په سوېل کې یې پر ځینو هدفونو توپچي بریدونه کړي دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او په سرحدي سیمو کې وخت ناوخت نښتې او پوځي تحرکات دوام لري.

