په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدو بهیر پیل شو

ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې سلګونه پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران، چې نږدې نهه میاشتې په افغانستان کې بند پاتې وو، د بېرته ستنېدو بهیر یې پیل شوی دی.
د راپور له مخې شاوخوا ۶۰۰ کسان د لارو د بندېدو له امله په افغانستان کې پاتې شوي وو.
ځایي مشر مولانا اعجاز شینواري ویلي، ټول بند پاتې کسان به ژر پاکستان ته ورسېږي او د سوداګرۍ د بیاپیل لپاره به وروسته پرېکړې وشي.
چارواکو ویلي، لومړیتوب دا دی چې پاتې کسان بېرته ستانه شي او وروسته د سوداګریزو لارو پر بیا پرانیستلو کار وشي.

