په کابل او ولایتونو کې د سلګونو خطرناکو ډبرو د له منځه وړلو عملیات روان دي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خطرناکو ښویېدونکو ډبرو د له منځه وړلو چارې پیل شوې دي.

د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په ویډیويي پیغام کې ویلي، له تېرو نږدې یوې میاشتې راهیسې د سروې پر مهال ۳۰۱ خطرناکې ډبرې پېژندل شوې او د ویجاړولو عملیات یې روان دي.

د نوموړي په وینا، دغو ډبرو ۱۰۴۵ استوګنیز کورونه او ۶۷ عامه تاسیسات له جدي ګواښ سره مخ کړي وو.

حماد زیاته کړې چې د یادو ډبرو ټولیز حجم شاوخوا ۲ زره ۳۰۰ متر مکعبه دی او د ښویېدو جدي خطر یې موجود و.

هغه ویلي، دا اقدامات د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د زیانمنونکو سیمو د خوندیتوب په موخه ترسره کېږي.

د سرچینې په وینا، دا مهال د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې ۱۱ لویې ډبرې او په دویمه ناحیه کې پنځه لویې ډبرې ویجاړې شوې او اړوندې سیمې خوندي شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا