نتنیاهو: اسرائیل باید پر امریکايي پوځي مرستو خپله تکیه کمه کړي

د اسرائیلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې تلابیب هڅه کوي خپلې دفاعي او پوځي وړتیاوې لا پیاوړې کړي او پر بهرنیو پوځي مرستو خپله تکیه کمه کړي.
نوموړي د اسرائیلي پوځ له یو شمېر افسرانو سره په لیدنه کې ویلي، سره له دې چې له امریکا ترلاسه کېدونکې مرستې مهمې دي، خو اسرائیل باید د پوځي ځانبساینې او خپلواکو دفاعي ظرفیتونو د پراختیا پر لور ګامونه پورته کړي.
نتنیاهو ټینګار کړی چې د خپلواکو وسلوالو او دفاعي سیستمونو جوړول د اسرائیل له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
هغه همداراز ویلي چې له ایران او د سیمې له ځینو متحدو ډلو سره شخړې لا پای ته نه دي رسېدلې او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې دوام لري.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د اسرائیلي رژیم پوځي تګلارې او سیمهییز عملیات لا هم د نړیوالو سیاسي او بشري بحثونو موضوع پاتې دي.

