پاکستان کې د ناامنۍ زیاتوالی؛ یوازې په جون میاشت کې نږدې ۸۰ کسان وژل شوي

په پاکستان کې د امنیتي پېښو د زیاتېدو په دوام، د دغه هېواد د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت ویلي چې یوازې د تېرې جون میاشتې په اوږدو کې ۱۰۸ وسلهوال بریدونه ثبت شوي دي.
راپور کې راغلي، دغو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۷۸ کسان وژل شوي دي. همدارنګه، په همدې موده کې د انسانتښتونې ۲۷ پېښې او د موټربم په ګډون څلور لوی بریدونه هم ثبت شوي چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
راپور زیاتوي، په پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهیسې امنیتي پېښې، وسلهوال بریدونه او زورورې چاودنې د پام وړ زیاتې شوې دي. په ورته وخت کې، یو شمېر پاکستاني چارواکو او سیاسي څېرو د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل د حکومت تګلارې بللي او د امنیتي پالیسۍ د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.

