د کونړ پنځه کلنه ځمکنیزه شخړه هواره شوه

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د ځمکو پر سر هغه شخړه، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې دوام درلود، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو د ګډو هڅو په پایله کې هواره شوې ده.
د مسؤولو چارواکو په وینا، یاده شخړه د ځمکو د ملکیت پر سر رامنځته شوې وه او د اوږدې مودې په ترڅ کې یې څو ځله د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی او نښتې هم رامنځته کړې وې.
چارواکي وایي، د دوامدارو جرګو، سلا مشورو او منځګړیتوب له لارې دواړه لوري پر سولهییز حل سلا شول او په دې سره یاده څو کلنه لانجه په رسمي ډول پای ته ورسېده. چارواکو دا ډول هوکړې د ټولنیز یووالي، ثبات او د سیمهییزو شخړو د سولهییز حل لپاره مهم ګام بللی دی.

