پولنډ کې ۱۵ افغان کډوال ونیول شول

د پولنډ حکومت خبر ورکړی چې د دغه هېواد سرحدي پولیسو ۵۴ غیرقانوني کډوال نیولي دي، چې په هغوی کې ۱۵ افغانان، ۳۰ پاکستانیان او ۹ د بنګله‌دېش اتباع شامل دي.

چارواکي وایي، یاد کسان په غیرقانوني توګه له لیتوانیا څخه پولنډ ته د اوښتو په هڅه کې نیول شوي او د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته بېرته لیتوانیا ته ستانه کړل شوي دي.

د پولنډ حکومت ټینګار کړی چې سرحدي پولیس به د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر اروپایي هېوادونو د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې خپل کنټرولونه سخت کړي او اعلان یې کړی چې هغه کسان باسي چې د دوی امنیت ته ګواښ پېښوي یا په جرمونو کې ښکېل وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا