د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت؛ ممداني پر واکمنو توندې نیوکې وکړې

د نیویارک ښاروال، زهران ممداني، د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت وینا کې پر واکمنو کړیو او د دغه هېواد پر اقتصادي او ټولنیز جوړښت سختې نیوکې کړې دي.

نوموړي ویلي، د واکمنو له نظره امریکا داسې ځای ګرځېدلی چې ازادي او فرصتونه یوازې د یوې محدودې ډلې په واک کې دي، په داسې حال کې چې میلیونونه خلک لا هم له بې‌وزلۍ، لوږې او نابرابرۍ سره مخ دي.

ممداني ټینګار کړی چې د امریکا شتمني د کارګرانو او عادي خلکو د زحمت پایله ده، خو ډېره ګټه یې یوې کوچنۍ شتمنې ډلې ته رسېږي. د هغه دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو او نړیوالو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د امریکا پر اوسني اقتصادي او ټولنیز وضعیت له تندو نیوکو څخه شمېرل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا