چینايي رسنۍ: د شهید رهبر د جنازې مراسم د دښمنانو پر وړاندې د ایران د ځواک ننداره ده

د هانګ کانګ یوې ورځپاڼې په خپل راپور کې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌یي د جنازې مراسم د اسلامي جمهوریت د ټولنیز او سیاسي ځواک پراخ انعکاس بللی دی.

راپور کې راغلي چې د وروستي وداع مراسم د زرګونو خلکو په ګډون پیل شوي او تمه کېږي یوازې په تهران کې به د مراسمو په ترڅ کې له ۱۵ تر ۲۰ میلیونو پورې کسان ګډون وکړي.

یادې رسنۍ لیکلي، د تهران د امام خمیني (رح) په مصلا کې ګڼ شمېر ویرجنوونکي راټول شوي وو او د شهید رهبر د درناوي ترڅنګ یې د اسلامي جمهوریت ملاتړ څرګند کړ.

راپور همداراز ښيي چې د پاکستان، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو لوړپوړو چارواکو او رسمي پلاوو هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی، چې د ایران له ملت سره یې خپله خواخوږي او همغږي څرګنده کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا