له کندهاره د ۴۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه صادره شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې پروسږ کال له کندهار ولایت څخه د ۴۲۸ میلیونه او ۸۶۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده.
وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د صادراتو ټولیزه کچه ۱۸۲ زره او ۳۸۱ مټریک ټنه وه، چې د نړیوالو بازارونو بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، د مېوو د صادراتو زیاتوالی د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د بازار پراختیا، د سوداګرۍ د پیاوړتیا او د هېواد د صادراتي ظرفیت د لوړولو په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.

