اسلامي امارت د ښي لوري سټیرنګ موټرو واردات منع کړل

د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې هېواد ته به له دې وروسته د ښي لوري سټیرنګ لرونکو موټرو واردات منع وي.
د خپرې شوې پرېکړې له مخې، د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې به د دغو موټرو ګمرکي تصفیه او ترخیص هم ودرول شي او اړوندې ادارې به د یادې پرېکړې د عملي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا ټینګار کړی چې دا پرېکړه د ترافیکي نظم د ښه والي، د سړکونو د خوندیتوب د پیاوړتیا او د هېواد نافذه قوانینو د تطبیق په موخه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې له دې وروسته به هېڅ ښي لوري سټیرنګ لرونکی موټر د افغانستان له ګمرکونو څخه د وارداتو او ترخیص اجازه ونه لري او ټولې اړوندې ادارې به د یادې پرېکړې د پلي کېدو لپاره لازم اجراآت ترسره کوي.

