د روسیې هوايي دفاع د اوکراین ۷۲ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو د سن‌پټرزبورګ ښار او شاوخوا سیمو په فضا کې د اوکراین ۷۲ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د راپورونو له مخې، اوکرایني ځواکونو نن سهار پر سن‌پټرزبورګ او نږدې سیمو پراخ ډرون بریدونه ترسره کړي چې له امله یې د ویسوتسک بندر ځینو برخو ته هم زیان اوښتی دی.

روسي چارواکو پر سن‌پټرزبورګ د ډرون بریدونه تأیید کړي، خو تر اوسه یې د احتمالي ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

  • د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او په دې وروستیو کې د دواړو لورو له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او لرې واټن بریدونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا