اوکراین: د روسیې د تېلو ترمینل او سمندري اډه مو په نښه کړې

اوکراین ویلي، د روسیې په شمال لوېدیځ کې یې د سن‌پټرزبورګ ښار پر لور د ډرون بریدونو پر مهال د تېلو یو مهم ترمینل او د روسیې یوه سمندري اډه په نښه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي ویلي، د تېلو یاد تاسیسات د روسیې د جګړې د تمویل له مهمو سرچینو څخه دي او د همدې موخې لپاره پرې برید ترسره شوی دی.

سن‌پټرزبورګ، چې له مسکو وروسته د روسیې دویم ستر ښار ګڼل کېږي، د هېواد له مهمو اقتصادي، صنعتي او سمندري مرکزونو څخه دی او له پنځو میلیونو څخه ډېر اوسېدونکي لري.

تر اوسه روسي چارواکو د اوکراین د دغو څرګندونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې په دوام د لرې واټن بریدونه او د بې‌پیلوټه الوتکو کارونه د پام وړ زیات شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا