راپور: جرمني د بېجرمه افغان کډوالو د ایستلو پر طرحه کار کوي

د جرمني ټاز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د هغو افغان کډوالو د ایستلو پر طرحه هم کار کوي چې جرمي مخینه نه لري، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د مجرمو افغان کډوالو د ایستلو خبره کېدله.
د راپور له مخې، په جرمني کې د کډوالو له سیمهییزو شوراګانو سره د ترسره شوې سروې پر بنسټ، تر اوسه پنځه افغان کډوال د افغانستان د ایستلو په موخه نیول شوي چې د راپور په وینا، هېڅ جرمي سابقه نه لري.
راپور زیاتوي، له دغو کسانو څخه څلور یې د باواریا او یو یې د هېسن ایالت په توقیف کې ساتل کېږي او د ایستلو د قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته به پرې وروستۍ پرېکړه وشي.
تر اوسه د جرمني حکومت د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغان کډوالو د ایستلو موضوع په وروستیو میاشتو کې د دغه هېواد له مهمو سیاسي او کډوالۍ اړوند بحثونو څخه ګڼل کېږي.

