قالیباف: «ووهئ، خو ځواب به یې هم ووینئ»؛ امریکا دې د زور او د ژمنو د ماتولو پایلې ومني

د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا رئیس، محمدباقر قالیباف، له امریکا سره د وروستیو کړکېچونو په تړاو ویلي، واشنګټن باید دا حقیقت ومني چې د زور کارول او د ژمنو ماتول نور بې‌پایلې نه دي.

قالیباف په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی چې ایران اسلامي جمهوریت به د هر ډول پوځي برید پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او هر اقدام ته به مناسب او قاطع متقابل ځواب ورکړي. هغه لیکلي: «ووهئ، خو ځواب به یې هم ووینئ.»

نوموړي د هرمز تنګي په اړه هم ویلي چې دغه ستراتیژیکه سمندري لار به یوازې د ایران اسلامي جمهوریت د پرېکړې او ترتیباتو له مخې اداره کېږي او هېڅ هېواد نه شي کولای د فشار او ګواښ له لارې خپله اراده پرې وتپي.

قالیباف خبرداری ورکړی، که امریکا خپلې اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي، د خپلو اقداماتو له لا سختو پایلو سره به مخامخ شي.

د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا د رئیس دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ له وروستیو پوځي کړکېچونو وروسته، ایراني چارواکو په پرله‌پسې ډول ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد هر ډول پوځي اقدام به له قاطع او متقابل غبرګون سره مخ شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا