انصارالله: د شهید امام د جنازې میلیوني ګډون د دښمنانو وارخطايي زیاته کړه

د المسیره شبکې د راپور له مخې، د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر لوړپوړي غړي علي دیلمي ویلي، د اسلامي امت د شهید مشر د بدرګې په مراسمو کې د خلکو میلیوني حضور یوه مهمه او اغېزناکه پېښه وه چې اسلامي نړۍ ته یې پراخ پیغامونه ولېږدول.
دیلمي ویلي، د خلکو دغه پراخ ګډون د اسلامي امت او رهبرۍ ترمنځ د ژورې اړیکې، دیني ارزښتونو ته د ژمنتیا او د مقاومت د لارې د دوام څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړې، دغو سترو مراسمو د مخالفانو لپاره هم روښانه پیغام درلود او وښودله چې د مقاومت بهیر او ملاتړي یې لا هم پیاوړي، منسجم او فعال دي.
د انصارالله د سیاسي دفتر دغه غړي ویلي، د خلکو دغه پراخ حضور ځینې لوېدیځ هېوادونه، په ځانګړې توګه امریکا، له نوې واقعیت سره مخامخ کړل، ځکه د هغه په وینا، د ایران د ولس او رهبرۍ ترمنځ د واټن رامنځته کولو هڅې خپلې موخې ته ونه رسېدې.
دیلمي همداراز ویلي، د لوېدیځو رسنیو په یو شمېر راپورونو کې هم د دغو مراسمو د ګډونوالو د شمېر او پراخ حضور انعکاس موندلی او دا چاره د دې مراسمو د نړیوال اهمیت څرګندونه کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران، عراق او د مقاومت محور د نورو برخو د خلکو پراخ حضور دا پیغام ورکاوه چې هغوی لا هم خپلو ارزښتونو، باورونو او د مقاومت له لارې سره کلکه ژمنتیا لري.

