عراقي څېرې: د شهید مشر شهادت د مقاومت روحیه نوره هم پیاوړې کړې

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق یو شمېر سیاسي او رسنیزو څېرو ټینګار کړی چې د اسلامي انقلاب د شهید مشر شهادت د مقاومت په بهیر کې روحیه، یووالی او انګېزه نوره هم پیاوړې کړې ده.
عراقي لیکوال محمد حسن الساعدي ویلي، د عراق خلکو د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره یوځای د اسلامي امت د شهید مشر د بدرګې په مراسمو کې په پراخ ګډون نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې عراق او ایران د ګډو ارزښتونو او د مقاومت د لارې په دوام کې د یو بل ترڅنګ ولاړ دي.
هغه زیاته کړې، د عراقي ولس میلیوني حضور د دواړو ملتونو ترمنځ د ژورو اړیکو، متقابل درناوي او ګډو ارزښتونو څرګندونه کوي.
عرب ژبي شنونکي عبدالفتاح حیدره هم دغه مراسم د خلکو یوه ستره او تاریخي غونډه بللې او ویلي یې دي، د خلکو پراخ ګډون د مقاومت له بهیر څخه د ټولنیز ملاتړ څرګندونه کوي او ښيي چې د دغه مسیر د دوام اراده لا هم پیاوړې ده.
هغه ټینګار کړی چې د اسلامي امت د شهید مشر شهادت د مقاومت د لارې د لا پیاوړتیا لپاره په نوې انګېزه بدل شوی او د مخالفانو محاسبې یې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

