د امریکا مشهور سناتور لینډسي ګراهام مړ شو

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا مشهور سناتور لینډسي ګراهام د ۷۱ کلونو په عمر مړ شوی دی.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، تر اوسه د هغه د مړینې د علت په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
لینډسي ګراهام د امریکا له هغو سیاسي څېرو څخه و چې د اسرائیلو له کلکو ملاتړو او د ایران د اسلامي جمهوریت له سختو مخالفانو ګڼل کېده. نوموړي په وار وار د ایران پر ضد د سختو اقداماتو او پوځي فشار ملاتړ کړی و او له ډونالډ ټرمپ څخه یې هم غوښتي وو چې پر ایران پوځي برید وکړي.
د نوموړي د مړینې په اړه تر اوسه نور رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

