راپور: ټولنیزې رسنۍ لا هم د ښځو د انلاین ځورونې په مخنیوي کې پاتې دي

د جنسیتي عدالت په برخه کې یوې نړیوالې ادارې «چېېن» په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو شرکتونه او د قانون پلي کوونکي بنسټونه لا هم د انټرنېټ له لارې د ښځو د ځورونې ډېری قضیې په اغېزناک او عادلانه ډول نه شي څېړلای.
راپور ښيي، په ډېرو مواردو کې د قضیو د ارزونې پر مهال تمرکز پر دې وي چې خپور شوی انځور یا ویډیو څومره بربنډه ده، نه پر دې چې د هغې د خپرېدو لپاره د ښځې رضایت موجود و که نه. د ادارې په باور، د هرې قضیې اساسي معیار باید د قرباني رضایت او اجازه وي، نه د خپاره شوي محتوا ډول.
اداره ټینګار کوي چې پولیس او د ټولنیزو رسنیو شرکتونه باید د شکایتونو د څېړنې پر مهال لومړی دا ارزونه وکړي چې ایا د انځور یا ویډیو خپرېدل د اړوندې مېرمنې په رضایت ترسره شوي که نه، ځکه د شخصي محرمیت او رضایت نقض د دې ډول قضیو بنسټیز اړخ ګڼل کېږي.
راپور کې د پاکستان د هنرمندې عایشه عمر او د یو شمېر نورو ښځو تجربې هم راخیستل شوې دي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ځورونې او د شخصي محرمیت د نقض له ستونزو سره مخ شوې وې. همداراز د امنیتي ملاحظاتو له امله د «ماه نور» په مستعار نوم د یوې مېرمنې تجربه هم خپره شوې، چې پکې د ورته پېښو پر رواني او ټولنیزو اغېزو رڼا اچول شوې ده.
د «چېېن» ادارې په وینا، د ښځو پر وړاندې د انلاین ځورونې د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د قانون پلي کوونکي بنسټونه او د ټولنیزو رسنیو شرکتونه د شکایتونو د ارزونې په بهیر کې د رضایت، محرمیت او د قربانیانو د حقونو خونديتوب ته لومړیتوب ورکړي.

