دولت وزیري: که اوسنی حکومت وغواړي، د هغوی په څنګ کې به خدمت وکړم

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني ویاند دولت وزیري ویلي، اسلامي امارت له جنرالانو او د پخواني حکومت له یو شمېر چارواکو سره مناسب چلند کړی او د هغوی پر وړاندې یې کومه ځانګړې ستونزه نه ده رامنځته کړې.
وزیري په یوه تلویزیوني خپرونه کې ویلي، د اسلامي امارت مسؤلان د درک او پوهې خاوندان دي او د ده په وینا، اوس په ټول افغانستان کې امنیت د پام وړ ښه شوی او خلک په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د امنیت د ټینګښت له امله غواړي د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه وکړي او له نږدې د خلکو له وضعیت او شرایطو څخه لیدنه وکړي.

