شهباز شریف قطر ته په رسمي سفر ورسېد

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن (دوشنبه) په یو ورځني رسمي سفر قطر ته رسېدلی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې نوموړی به د قطر له امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، سره د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمهییزو تحولاتو خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي وضعیت او د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ وروستي پرمختګونه هم د دواړو لورو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دي. تمه کېږي په دې لیدنه کې د سیمې د امنیت، ثبات او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه هم د نظر تبادله وشي.

